ایکنا- د حضرت امام حسین(ع) د شهادت د کلیزې په ورځ، په کربلا معلی کې د حسيني عزادارئ په دستورو کې میلیونونو ګډونوالو د «رکضة طویریج» تاریخي او پرتمینې دستورې په پلي تګ او منډو سره ترسره شوي، په داسې حال کې چې د «یا حسین» چغو انګازو د بینالحرمین فضا لړزوله.
د خبر لمبر: 3492964 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو د ویر اوماتم تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي آستان د پراختیا څانګې اعلان کړی چې د محرم د ګڼې ګوڼې پر مهال ئې د «تل زینبیه» حرم دروازې د ښځینه زائرانو پر مخ بېرته پرانیستې دي.
د خبر لمبر: 3492958 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د لبنان د پلازمېنې بیروت په سوېلي سیمې کې د شهید سید حسن نصرالله پر مزار د حسیني عاشورا د ویر او ماتم مراسم پیل شول.
د خبر لمبر: 3492957 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- په دوو افریقائي هیوادونو نیجر او نیجریه کې د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسم په ۴۰۰ ښارونو او سیمو کې ترسره شول او داسې پراخ سیمهییز رنګ ئې خپل کړی چې له ښارونو او ایالتونو له پولو هم واوښت.
د خبر لمبر: 3492944 خپرونې تاریخ : 2026/06/22
ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم الحرام د غمجنو شپو ورځو د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیتپالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
ایکنا - د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري د «مجاهد او شهید رهبر» د جنازې او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو پلانونو د چمتووالی خبر ورکړ او وې ویل چې دغه ولایت د میلیونونو زائرانو د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خبر لمبر: 3492908 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
ایکنا - په کربلا معلی کې د امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلو حرمینو دېوالونه، انګڼونه او د بینالحرمین سیمه د محرم میاشتې د رارسېدو په مناسبت په تورو بیرغونو او د ماتم په نښو سینګار او تورپوشه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492906 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
ایکنا – د مصر د قرآن کریم راډیو د مصر د مرحوم قاري ابراهیم شعشاعی تلاوت، چې د نامتو قاري عبدالفتاح شعشعی زوی دی، پخپلو ماښامنیو پروګرامونو کې خپروي.
د خبر لمبر: 3492891 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا – د امام حسین له مقدس حرم سره اړوند د حسيني شعائرو او موکبونو ادارې اعلان کړی چې د محرم د لسمې ورځې د زیارت او د عاشورای حسيني دستورو لپاره ئې ۷۴۶ جوازونه صادر کړي دي. دغې ادارې همدارنګه ویلي چې سږ کال به د حسینی اربعین په زیارت کې ۱۴ زره موکبونه ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492889 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا- د بحرین د جعفري اوقافو یوه لوړپوړي چارواکي د ۲۰۲۶ کال د عاشورا د مراسمو لپاره د بحرین د کورنیو چارو وزارت له لورې د سختو محدودیتونو او شرایطو د لګولو خبر ورکړ. نیوکه کونکي دغه اقدام د شیعیانو د مذهبي آزادۍ پر وړاندې د دباؤ زیاتوالی ګڼي او د مذهبي شعایرو محدودیت ئې بولي.
د خبر لمبر: 3492783 خپرونې تاریخ : 2026/05/17
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د هند په ممبئ کې د چشیته جومات د «زما له جومات سره آشنا شه» د پروګرام په ترڅ کې غیرمسلمانانو ته د جومات د لیدو اجازت ورکړل شو.
د خبر لمبر: 3491586 خپرونې تاریخ : 2025/08/23
ایکنا- د «هنر، مینه، سرښیندنې او عاشورا» په نامې سره نندارتون د کشمیر په سرینګر ښار کې د تبّيان د قرآني څېړنو په موسسې کې جوړ شو او په دغه نندارتون کې د قرآن او د کربلا د ټریژیډۍ په اړه فکري آثار نندارې ته وړاندې شول.
د خبر لمبر: 3491585 خپرونې تاریخ : 2025/08/23
ایکنا - کله چې د ګینس ریکارډونو په کتاب کې ساده او کوچني ریکارډونه ثبتېږي، خو په تاریخ کې د ۲۰ میلیونو کسانو تر ټولو لویه سوله ایز غونډه له پامه غورځول کېږي، نو د نړیوال صادقانه روایت په اړه جدي پوښتنې راولاړېږي؛داسې پوښتنې چې هر کال د اربعین په عظمت سره نورې هم پیاوړې کېږي.
د خبر لمبر: 3491544 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا – دحسینی عاشورا په شپه هر کال شام غریبان دستورې په درستې نړۍ کې په تیره بیا په ټول ایران ،پاکستان او هندوستان پشمول زیاترو اسلامی هیوادونو کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491383 خپرونې تاریخ : 2025/07/09
ایکنا - د حسيني حرم زیارت کوونکو په بین الحرمیّن کې د حضرت امام حسین علیه السلام په شام غریبان دستورو کې د مشالونو په رڼان کولو سره د سیدالشهداء او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو مظلومیت ولمانځه.
د خبر لمبر: 3491373 خپرونې تاریخ : 2025/07/08
ایکنانیوز د حسینی عاشورا د شپې او ورځې دستورې او عزاداري د عراق د مختلفو ولایتونو او د نړۍ له ځينو هیوادونو څخه په کربلا معلی کې د لکونو عزادارو په شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3491367 خپرونې تاریخ : 2025/07/07
حجتالاسلام ماندگاري وائي؛
ایکنا - د قم د علمیه حوزې استاد د عاشورا د شپې د احیاء په دستورو کې د امام حسین (ع) او د هغه بزرګوار د وفادارو یارانو او هغو کسانو چې په دغې لاره کې دي د ځینو ځانګړتیاوو یادونه وکړه او د قرآن کریم د آیتونو په استناد ئې دغه ځانګړتیاوې بیان کړې.
د خبر لمبر: 3491366 خپرونې تاریخ : 2025/07/07